تهران ( ایکنا) – دالجزایر ددینی او اوقافو د چارو وزارت د قرآن کریم د حفظ اولسمه نړیواله سیالي د ویډیوئي لینک له لارې ترسره کوي .
ایکنا خبری آژانس د الصوت الاخر له قوله راپور راکړ،د الجزایر ددینی او اوقافو د چارو وزارت په یوې اعلامیې کې وئيلي دي ،د اسلام دګران پیغمبر د معراج او اسراء دکلیزې د درنښت په مناسبت ، د قرآن کریم د نړیوالې جایزې په چوکاټ کې قرآني سیالۍ ترسره کوي ،چې هر کال په دغه هیواد کې جوړیږي .
ددغه وزارت د اعلامیې په اساس ، دقرآن کریم دغه سیالس د ؛ و رتل القرآن ترتیلاً» په شعار سره د ویډیو ئي لینک له لارې ترسره کیږي، ځکه چې حضوري اجرا به ئې د کرونائي ناروغۍ د خوریدا په دلیل ممکنه نه وي .
هغه حافظان په دغې سیالۍ کې ګډون کولی شي ، چې عمرونه ئې له پنځه ویشتو کلونو کم وي او ددغو سیالیو په تیرو پړاؤنو کې ئې له لومړۍ تر دریمې روتبې پورې کومه جایزه نه ګټلي ، همدرااز مشهور قاریان یا هغه قاریان چې د قرآن په قراءت کې په حرفه وي بڼه فعالیت کوي ، په دغې سیالۍ کې د ګډون اجازت نه لري .
په همدې زمینې کې الجزایر هیواد نورو اسلامی هیوادونو او د لویدیځي هیوادونو اسلامی موسیسو ته بلنه ورکړې ده چې د سیالیو په دغه پړاؤ کې کې برخه واخلي.